Home » سپورټ » د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ اسیايي کپ سیالۍ نن پیلېږي

د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ اسیايي کپ سیالۍ نن پیلېږي

ټاکل شوې، چې نن د کرېکټ د ۲۰۲۳ کال اسیايي‌ جام یو ورځنۍ سیالۍ پیل شي.

د دغه کپ په سږنیو سیالیو کې د افغانستان په ګډون ۶ اسیايي لوبډلې په دوو ګروپونو کې برخه لري.

د دغه جام لومړۍ لوبه به نن (چارشنبه د اګست ۳۰مه) د افغانستان په وخت تر غرمې وروسته پر ۲ بجو د پاکستان په کوربتوب د دغه هېواد او نیپال ترمنځ د ملتان ښار په لوبغالي کې وشي.

دا دواړه لوبډلې په ‘الف’ ګروپ کې لوبېږي چې هند هم ورسره په دغه ګروپ کې دی.

په ‘ب’ ګروپ کې بیا افغانستان، سرلانکا او بنګلادېش دي.

سږکال د کرېکټ اسیايي جام څلور لوبې په پاکستان او پاتې سریلانکا کې پلان شوې دي.

پاکستان کې په څلورو پلان شویو لوبو کې دوه د افغانستان دي، چې د سپټمبر میاشتې په ۳ له بنګلادیش او د سپټمبر میاشتې په ۵ له سریلانکا سره ترسره شي. دواړه لوبې په لاهور کې د قذافي په لوبغالي کې ترسره کیږي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...