د کرېکټ نړيواله شورا( ICC) وايي د ۲۰۲۰ کال شل اوريزه نړيوال جام چې اکټوبر- نومبر مياشت په اسټرالیا کې ترسره کېده د کورونا وېروس وبا له امله ۲۰۲۲ کال ته ځنډېدلی دی.
د دغې شورا په وينا د ۲۰۲۱ کال نړيوال جام به د پلان له مخې راتلونکی کال په هند کې ترسره شي او هغه لوبډلې چې د ۲۰۲۰ کال نړيوال جام ته يې لاره موندلې وه په دې سياليو کې ګډون کوي.
د ۲۰۲۲ کال نړيوال جام کې د ګډون لپاره به نوې سيالۍ ترسره کېږي. افغانستان هم د ۲۰۲۰ کال نړيوال جام ته لار موندلې وه چې د دې له مخې به د راتلونکی کال نړیوال جام سياليو کې ګډون کوي.