چارواکو پرون سه شنبه وویل چې د یونان سرحدي سرتېرو دغه هیواد ته د مهاجرو د یوې کښتۍ د ورتګ د مخنیوي لپاره «د خبرداري» ډزې کړې دي. یاده کښتۍ له ترکیې څخه د یوناني سواحلو په لور روانه وه.
پېښه پرون سه شنبه وروسته له هغې رامنځ ته شوه چې یوې خصوصي کښتۍ غوښتل د یونان د رودز ټاپو پر لور حرکت وکړي. کښتۍ کې د سپرو مهاجرو کره شمېر نه دی معلوم.
د یونان ساحلي ځواکونو ویلي چې سرتېرو د کښتۍ پر هغې برخې ډزې کړې چې د ډزو له امله زیان نه ورته اوښتی.یاده کښتۍ د سمندري ځواکونو تر ډزو وروسته بېرته ترکیې ته ستنه شوې ده.
په ورته مهال د ترکیې ساحلي ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې کله چې دوی سیمې ته ورسېدل، د یونان ساحلي سرتېرو له سیمې څخه تللي وو. دوی زیاته کړې چې رابري مرمیو کښتۍ کې سپاره دوه ترکان او یو سوریایی مهاجر ټپیان کړي دي.
ټپي شوي مهاجر د درملنې لپاره د مارماریس دولتي روغتون ته انتقال شوي دي.
دوی دا هم ویلي چې د ډزو په پایله کې اوبه د مهاجرو کښتۍ ته دننه شوې وې چې په پایله کې کښتۍ ډوبه شوه.
د روان کال د فبرورۍ په پای کې د ترکیې د پولو تر پرانیستل کېدو وروسته د یوناني او ترکي چارواکو ترمنځ رسنیزه جګړه روانه وه.
د تېرې مارچ میاشتې پر ۲مه ترکي چارواکو یوه ویډیو خپره کړه چې ښودل یې یوه نظامي کښتۍ، چې ښایي د یونان د ساحلي سرتېرو بېړۍ وي، یونان ته د تلونکو کډوالو د یوې کښتۍ مخه نیسي او پر اوبو یې ډزې کوي.
د انځورونو له مخې دغه نظامي کښتۍ د کډوالو کوچنۍ بېړۍ ته نږدې کېږي او د سمندر څپې راپاروي. دغه راز یوه بله کښتۍ کې سپاره کسان د کډوالو بېړۍ ته نږدې کېږي او د مهاجرو د وهلو هڅه کوي.
خو یوناني چارواکو د دې ویډیو په ردولو سره وویل چې سرتېرو پر هغو کسانو چې غوښتل یې په ناقانونه توګه دغه هیواد ته داخل شي ډزې نه دي کړې. همدارنګه د یونان حکومت ویاند ستېلیوس پېتساسغوښتنه کړې وه چې د ترکیې له خوا د خپرو شویو معلوماتو د بیا خپرولو پر مهال له احتیاط څخه کار واخلي.