په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) اعلان کړی چې جورجټ ګانیون د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوې ځانګړې استازې د سیاسي مرستیالې په توګه کابل ته راغلې ده.پ
یوناما په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی چې مېرمن ګانیون د خپلې دندې د پیلولو لپاره د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په ۲۷مه کابل ته راغلې ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د روانې میاشتې په لومړیو کې نوموړې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازې په توګه وټاکله.
د یوناما د خبرپاڼې له مخې، جورجټ ګانیون د بشري حقونو، بشردوستانه کړنو او په جګړه ځپلو سیمو کې د پرمختګ په برخو کې له ۲۸ کلونو زیاته کاري تجربه لري.
نوموړې له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۵ پورې په یوناما کې د بشري حقونو د مشرې په توګه دنده ترسره کړې او له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې د لیبیا لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي د مرستیالې په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
ګانیون په کاناډا کې د یارک پوهنتون څخه د حقوقو په برخه کې لیسانس او د انګلستان د ایسکس پوهنتون څخه د نړیوالو بشري حقونو په قانون کې ماسټري لري.