Home » سیمه او نړی » د ګرمۍ څپې د پاکستان په ځینو برخو کې کاروبار زیانمن کړی

د ګرمۍ څپې د پاکستان په ځینو برخو کې کاروبار زیانمن کړی

د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې اعلان کړی چې د پاکستان په سند ایالت کې د تودوخې درجه تر ۵۲ درجو پورې رسېدلې ده.

د پاکستان د هواپېژندنې ادارې مشر وویل، دا په اسیا کې د تودوخې دویم او په نړۍ کې څلورمه لوړه درجه ده.

د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې یو لوړپوړي چارواکي، شاهد عباس رویټر ته ویلي: “د سند ایالت یو ښار «موهنجودارو» چې د ۲۵۰۰ له میلاده وړاندې په تاریخي ابداتو کې شمېرل کېږي، په تېرو۲۴ ساعتونو کې د تودوخې درجه ۵۲.۲ درجې سانتي ګراد ته رسیدلې ده.”

دا په سږني دوبي کې د تودوخې تر ټولو لوړه ثبت شوې درجه ده او په پاکستان کې د تودوخې لوړې درجې ۵۳،۵ او ۵۴ درجې سانتي ګراد ریکارډ ته نږدې ده.

په اقلیمي چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکارې، روبینا خورشید عالم د جمعې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل: “پاکستان د اقلیمي بدلون د اغېزو پر وړاندې پینځم زیانمن هېواد دی. موږ د نارمل څخه ډېر بارانونه او سیلابونه لیدلي دي.”

په پاکستان کې تر ټولو لوړه تودوخه په ۲۰۱۷ کال کې ثبت شوه، کله چې د بلوچستان ایالت په تربت ښار کې د تودوخې درجه ۵۴ درجې سانتي ګراد ته ورسېده.

ټاکل شوې چې د ګرمۍ څپې د پاکستان تر ټولو لوی ښار د پلازمېنې کراچۍ په ګډون د سند ایالت نورو برخو ته هم ورسېږي.

تېره اوونۍ د پاکستان حکومت په پنجاب ایالت کې د سختې ګرمۍ له امله دولتي او شخصي ښوونځي او پوهنتونونه د یوې اوونۍ لپاره وتړل.

د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې ویلي، د سختې وچې هوا او د تودوخې څپې ښايي د پنجاب او د هېواد په نورو برخو کې په ځنګلونو او زیان منونکو سیمو کې د اور لګېدنې لامل شي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

نتانیاهو: که حماس پاتې برمته شوي کسان راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو ...