Home » افغانستان » د کډوالو وزارت: پروسږ کال نږدې دوه میلیونه کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو وزارت: پروسږ کال نږدې دوه میلیونه کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو چارو وزارت اعلان کړی چې په تېر وروستي کال کې په ټوله کې یو میلیون ۷۷۹ زره ۶۰۳ افغان کډوال له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د دې وزارت مسوولینو نن (یکشنبې، د زمري ۲۱مه) «د یوې کلنې امارتي دورې لاسته راوړنو» په پروګرام کې ویلي چې پینځه زره ۷۹۹ افغان کډوال په ترکیه او پاکستان کې زنداني و، خوشي شوي او بېرته خپل هېواد ته رالېږل شوي دي.

د یاد وزارت د شمېرو پر بنسټ، څلور زره هغه افغانان چې په ایران کې د بېلابېلو جرمونه له امله زندانیان و، افغانستان ته رالېږل شوي دي.

د کډوالو وزارت مسوولانو همداراز زیاته کړې، چې د پروسږ کال په جریان کې د کډوالو د دایمي اوسېدنې لپاره ۱۳ ښارګوټي جوړ او د اړتیا وړ شیان ورته چمتو شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ایران او پاکستان، چې د میلیونو افغان کډوالو کوربه دي، په چټکۍ د کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې ده.

د ویلو ده چې په دې وروستیو کې په رسنیو کې ځینې داسې انځورونه ښکته او پورته کېږي چې ایراني پولیس د سرک پر سر یو افغان کډوال څملولی او بل کس يې په ستوني پښه ور ایېښې او شکنجه کوي یې

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...