د کونړ غازي اباد ولسوالۍ سرپرست ولسوال عبدالخليل وايي شپږ مياشتي يې د غازې اباد ولسوالۍ ولسوال په توګه دنده ترسره کړې چې اوس د کونړ ولايت مقام له لوري له دندې ګوښه او پرځای عبدالستار ایوبي د نوي ولسوال په توګه ګومارلى خو تراوسه نوی ولسوال خپلې دندې ته ندی راغلی.
عبدالخليل زیاتوي له هغه ورځې راهیسې چې عبدالستار د ولسوال په توګه ټاکل شوی له ده څخه یې ټول صلاحيتونه او د محلي ادارې له خوا ورکړل شوې اسلحې چې د ځان د حفاظت له پاره يې ترې ګټه اخيستله د کونړ امنيه قومندانۍ له لوري ترې بيرته اخيستل شوي دي.
بلخوا د کونړ والي محمد اقبال سعيد نن پنجشنبه (د چنګاښ ۱۰ مه نېټه) رویداد خبري اژانس ته د خبرو پرمهال د غازي اباد ولسوالۍ سرپرست ولسوال خبرې رد کړې او وویل:” تر هغه چې نوی ولسوال نه وي ورغلی د دې مسولیت دا دی چې ولسوال په توګه خپله دنده مخته یوسي اوله هغه څخه هیڅ صلاحیت نه دی اخیستل شوی.”
نوموړي دغه راز زیاته کړه چې د غازي آباد ولسوالۍ لپاره تازه ګمارل شوی ولسوال به تر راتلونکې دوه ورځو کې خپله دنده پیل کړي.