د کورنیو چارو وزارت وایي چې د هېوادوالو د ګرځنده ټلیفونونو د ثبتولو لپاره یې یو الکټرونیکي سیسټم جوړ کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع دوشنبې د چنګاښ په څلورمه په اېکس پاڼه لیکلي چې دا سیسټم د یاد وزارت د «انـټک» ریاست لخوا چمتو شوی دی.
هغه زیاته کړې یو کال کېږي چې د دې سیسټم له لارې د ګرځنده ټلیفونونو ثبتول پیل شوي او فورمې یې وېشل شوې دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند د دې سیسټم د جوړولو موخه د هېوادوالو د ټلیفونونو «ساتنه او خوندیتوب» بللې ده.
هغه ویلي چې په تېر یو کال کې د دې سیسټم له لارې ۷۰۴ غلا شوي ټلیفونونه خپلو څښتنانو ته سپارل شوي دي.
عبدالمتین قانع ویلي چې هغوی په پام کې لري چې دا لړۍ د هېواد بېلابېلو برخو ته وغځوي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د مخابراتو وزارت مخابراتي شرکتونو ته امر کړی چې د هېوادوالو سیمکارټونه دویم ځل ثبت کړي.
د دې امر پر بنسټ مخابراتي شبکې له خپلو مشتریانو غواړي چې د دې شبکو دفترونو ته ورشي او خپل سیمکارټونه دویم ځل ثبت کړي.