Home » افغانستان » د کورنیو محصولاتو پر لومړیتوب د ا.ا حکومت ټينګار

د کورنیو محصولاتو پر لومړیتوب د ا.ا حکومت ټينګار

د ا.ا حکومت د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د کروندګرو، مالدارانو، د کورنیو تولیداتو او اقتصادي ودې د ملاتړ لپاره یې یوه کړنلاره جوړه کړې او د وروستۍ پرېکړې لپاره یې د ریاست‌الوزرا مقام ته استولې ده.
خبرپاڼې زیاته کړې چې د دې کړنلارې له مخې، ټول وزارتونه باید د کورنیو محصولاتو لګښت ته لومړیتوب ورکړي.
په خبرپاڼه کې له عامو هېودوالو هم غوښتل شوي چې د خپلو پروژو او ودانیزو چارو په برخو کې د افغانستان تولید شوي سمنټو استفادې ته لومړیتوب ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم ا.ا حکومت په ټولو وزارتونو، د ودونو په تالارونو او محفلونو کې د کورنیو تولیداتو په ځانګړي ډول د کرنیزو او مالدارۍ له محصولاتو څخه پر استفادې ټینګار کړی و.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

هواپېژندنې اداره: په ۲۸ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شته

د ټرانسپورټ او هوايي چلند ...