Home » اقتصادی » د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د کب روزنې یو ستر فارم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د کب روزنې یو ستر فارم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن یوې رسنۍ  ته وویل، چې دغه فارم د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له خوا د دامان ولسوالۍ د انارباغ قلعه چې په سیمه کې جوړ شو.

د ښاغلي رستمي په خبره، دغه فارم په ۴۲ جریبه ځمکه کې د ۶.۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوې دی.

یاد فارم په هېواد کې د کب روزنې تر ټولو لوی فارم دی، چې د کبانو د دوه میلیونه بچیو د پالنې وړتیا لري.

کندهار له هغو ولایتونو دی، چې د کب روزنې ډېر فارمونه لري.

په کندهار ولایت کې د کبانو د غوښې د تولید کلنۍ وړتیا، څه باندې شپږ زره ټنه ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...