د کندهار ځايي چارواکي وايي، په کندهار ښار کې د امام برګاه په نوم د اهل تشيع پر جومات خونړۍ چاودنې له امله د وژل شويو کسانو شمېر ۶۲ تنو ته پورته شو.
د دوی په خبره په ياده چاودنه کې بيا ۷۵ تنه ټپيان شوي هم دي چې ميروېس د نېکه روغتون په شمول د کندهار ښار ګڼو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
کندهار کې پرون د جمعې لمانځه پرمهال پر لمونځ کوونکو خونړۍ چاودنه وشوه چې له امله يې ګڼ شمېر ملکي وګړي شهيدان او ټپيان شول.
که څه هم تر اوسه کومې ډلې د يادې چاودنې مسووليت نه دی منلی، خو له دې وړاندې د ورته بريدونو مسووليت تل د داعش ډلې منلی دی. يادې ډلې له دې تر دې مخکې په کابل، کندز، ننګرهار او کونړ کې هم لوی خونړي او واړه بريدونه کړي دي.