Home » افغانستان » د کندهار هوايي ډګر الوتنې ښايي نن بېرته پیل شي
رویداد خبري آژانس
د کندهار هوایي ډګر

د کندهار هوايي ډګر الوتنې ښايي نن بېرته پیل شي

د کندهار ولایت د هوایي ډګر مسول ویلي چې نن یکشنبه (د زمري ۱۷مه نېټه) به بېرته الوتنې په عادي ډول پیل شي.

پرون هوايي ډګر ته څېرمه د دوو راکټونو د لګېدو له کبله چې زیان‌یې نه‌و اړولی، د الوتنو بهیر ټکنی شو.

د هوايي ډګر مسؤل مسعود پښتون رسنیو ته ویلي، چې توغندي داسې وخت لګېدلي چې له کابله د کام‌ایر هوايي شرکت یوه الوتکه د ناستې په حال کې وه، خو الوتکه له کېناستو پرته بېرته کابل ته ستنه شوې ده.

د زمري/اسد پر نهمه هم د کندهار پر هوايي ډګر توغندي ویشتل شوي وو چې د الوتکو رنوې یې تخریب کړې وه او د الوتنو بهیر یې ټکنی کړی و.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...