Home » افغانستان » د کندهار لسګونه ځوانانو له افغان حکومت او طالبانو د جګړې د ژر پای ته رسېدو غوښتنه وکړه
رویداد خبري آژانس

د کندهار لسګونه ځوانانو له افغان حکومت او طالبانو د جګړې د ژر پای ته رسېدو غوښتنه وکړه

د کندهار لسګونو ځوانانو نن چهارشنبه (د زمري ۶مه نېټه ) په یاد ولایت کې  له افغان حکومت او طالبانو د جګړې د ژر پای ته رسېدو او سولې غوښتنه وکړه.

ویناوالو په دغه غونډه کې وویل، له تېرو شلو ورځو راهیسې د کندهار ښار په بېلابېلو سیمو کې جګړه روانه ده چې په دې سوځوونکې ګرمي کې یې له ۲۲ زره ډېرې کورنۍ کډوالې کړي او له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

دوی وايي، جګړې له خلکو سکون او ارامي اخیستی، د ژوند ټولې چارې یې درولې او اغېزمنې کړي دي، خلک خپل راتلونکي ته اندېښمن دي او نه پوهېږي چې څه روان دي او ولې روان دي؟

ځوانانو د افغان حکومت او نړیوالو پر چپ پاتې کېدو اعتراض وکړ او ویې ویل:” تاسې ولې چپ یاست؟ ولې اقدام نه کوئ؟ ولې زموږ سره مرسته نه کوئ؟ ایا تاسې د خلکو کړاو نه وینئ؟ ایا تاسې د وطن تباهي او بربادي نه وینئ؟”

هغوی دغه راز پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې له جګړې لاس واخلي، د خلکو وژنې ودروي، د عامه شتمنیو د لوټ، تالان او ورانۍ مخنیوی دې وکړي او خپلو موخو ته دې د جګړې پر ځای له سوله ییزو لارو د رسېدو هڅه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده. نن د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په پنځو ولایتونو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۸۹ طالبان وژل شوي او ۱۳۸ نور یې ټپیان شوي دي.

د غونډې ویناوالو د کندهار مشران د کرکې وړ وبلل او زیاته یې کړه، هغوی چې ځانونه یې د کندهار مشران ګڼل او تېر ۲۰ کلونه یې ولس یرغمل کړی و، شتمنۍ او پانګې یې پیدا کړې، ټول تښتېدلي دي او ولس یې د جګړې اور ته یوازې پرې ایښی دی.

هغوی له حکومت او نړیوالو وغوښتل چې کندهار وژغوري او د روان ناورین مخه دې ونیسي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

هواپېژندنې اداره: په ۲۸ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شته

د ټرانسپورټ او هوايي چلند ...