Home » افغانستان » د کندزمسؤولین : د ښار پر لوېدیځ امنیتي کمربند د طالبانو برید شنډ شو
رویداد خبري آژانس
کندز

د کندزمسؤولین : د ښار پر لوېدیځ امنیتي کمربند د طالبانو برید شنډ شو

د کندز مسؤولین وایي، د ښار په لوېدیځ امنیتي کمربند یې د طالبانو برید شنډ کړی دی.

د والي ویاند عصمت‌الله مرادي یوې رسنۍ ته وویل، د زاخېلو سیمه کې پر پرتو پوستو تېر ماښام طالبانو ډله‌ییز برید وکړ چې د ملي اردو یو سرتېری یې وواژه او دوه نور یې ټپيان کړل.

مرادي وایي، سیمې ته د تازه دمه سرتېرو په رسېدو طالبانو له سیمې پښې سپکې کړې او د ده په ټکو درنه مرګ‌ژوبله هم وراوښتې.

بل لور ته د افغانستان دفاع وزارت وایي، د جوزجان د فیض‌اباد ولسوالۍ په چهارسای سیمه کې یې هم د طالبانو برید په شا تمبولی.

د دغه وزرات مطبوعاتي دفتر ویلي، دې برید کې شپږ طالبان وژل شوي دي.

طالبانو د دواړو پېښو په اړه څه نه‌دي ویلي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...