د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د کمال خان بند د برېښنا د تولید د توربینونو او ترانسفارمرونو د ازمایښت پړاو په بریالیتوب سره بشپړ شوی دی.
دغه وزارت نن (دوشنبه د جوزا ۲۱مه) ویلي چې د کمال خان بند توربینونه او ترانسفارمرونه له نصب وروسته په ازمایښتي ډول فعال شوي دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د کمال خان بند د پاتې کارونو له بشپړېدو وروسته به دغه بند توربینونه په دایمي ډول فعال شي.
د کمال خان بند په سرحدي ولایت (نیمروز) کې د هلمند پر سیند جوړ شوی دی.
دغه بند د شپږ میګاواټه برېښنا د تولید او د ۵۲ میلیون متر مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري او ۱۷۴ زره هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبولی شي.
دا بند په ۱۴۰۰ کال کې پرانیستل شو، خو په دې کلونو کې د وچکالۍ له امله له اوبو بې برخې و.
د کمال خان له بند څخه ګټې اخیستنې د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو پر سر کړکېچ نور هم زیات کړی او ایران دغه بند د هلمند پر سیند د خپلو اوبو د حق د خوندي کولو پر وړاندې خنډ بولي.
د ویلو ده چې د افغانستان د کجکي بند هم د هلمند پر سیند جوړ شوی دی.