Home » اقتصادی » د کمال خان بند د پرانیستې مراسم د دوه ورځو لپاره وځنډېدل
رویداد خبري آژانس

د کمال خان بند د پرانیستې مراسم د دوه ورځو لپاره وځنډېدل

په نیمروز کې د کمال خان د پرانیستې مراسم چې ټاکل شوې وه نن ترسره شي، دوه ورځې ځنډېدلي دي.

د نیمروز د والي ویاند رحمت‌الله عمري وایي، دغه بند به د چهارشنبې په ورځ پرانیستل شي او په خبره‌یې ولسمشر محمد اشرف غني یې د پرانیستې مراسمو کې ګډون کوي.

رحمت‌الله عمري رسنیو ته په خبرو کې د بند د ګټو په اړه ویلي چې د دغه بند استنادي دېوال ۱۶ متره لوړوالی لري، دا بند ۲،۷۸۸ ملیون متر مکعبه اوبه زېرمه کوي، د دې ترڅنګ دا بند کولای شي چې ۹ مېګا واټه برېښنا هم تولید کړي.

کمال خان بند چې د نیمروز په چهار بورجک ولسوالۍ کې پروت دی لسګونه زره هکټاره شاړه ځمکه هم خړوبولی شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...