Home » سپورټ » د کرېکټ نړیوال کپ؛ افغان ملي لوبډلې د زړونو د ګټلو پر ځای لوبه وګټله

د کرېکټ نړیوال کپ؛ افغان ملي لوبډلې د زړونو د ګټلو پر ځای لوبه وګټله

د زړونو ګټل هغه اصطلاح ده، چې په دې وروستیو کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د پلویانو لخوا، د ملي لوبډلې د پرله پسې ناکامیو توجیه لپاره کارول کیږي.

د کرېکټ ملي لوبډلې پلویان د لوبډلې د ملاتړ ترڅنګ هغوی ته روحیې ورکولو لپاره دا اصطلاح کاروي. کله چې ملي لوبډله ماتې شي، نو عام افغانان او د لوبډلې پلویان دا اصطلاح کاروي، چې ملي لوبډلې زړونه وګټل.

د پاکستان پر وړاندې په دوه اړخیزو درې یو ورځنیو سیالیو، اسیا کپ او په نړیوال جام کې د بنګله دېش او هند پر وړاندې د پرله پسې ماتو کې دا اصطلاح ډیره کارول کېده.

خو نن افغان اتلان ډګر ته د لوبې ګټلو په موخه راغلي وو، چې بالاخره وتوانیدل انګلستان ته ماتې ورکړي او د زړونو د ګټلو پر ځای لوبه وګټي.

د ۲۰۲۳ کال د پنځوس اوریزه نړیوال جام سیالیو په ۱۳ لوبه کې افغانستان د انګلستان پر وړاندې لوبې ډګر ته را ښکته شول، انګلستان د لوبې پچه وګټله او توپ اچونه یې پیل کړه.

افغان ملي لوبډلې ښه پیل درلود، د لوبډلې پییلیز لوبغاړي ابراهیم ځدران او رحمان الله ګربز د ۱۱۴ منډو ملګرتیا درلوده او د لوبې په ۱۷ اور کې ابراهیم ځدران خپله ویکټه له لاسه ورکړه. بل پییلیز توپ وهونکي رحمان الله ګربز بیا په ۵۷ توپونو ۸۰ منډې وکړې، چې د لوبغاړو ترمنځ د نه همغږۍ له امله رن اوټ شو.

د ملي لوبډلې منځني توپ وهونکي د تمې خلاف لوبه وکړه، رحمت شاه ۳، حشمت الله شهیدی ۱۴، عظمت الله عمرزي بیا ۱۹ او محمد نبي ۹ منډې جوړې کړې.

همدارنګه اکرام علیخیل ۵۸ منډې، راشد خان ۲۳، مجیب ځدران ۲۸، نوین الحق ۵ او فضل حق فاروقي بیا ۲ منډې وکړې. افغان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۲۸۴ منډې وکړې او انګلستان ته یې ۲۸۵ منډو هدف ورکړ.

د انګلستان لوبډلې د موخې ترلاسه کولو لپاره لوبه پیل کړه او یو په بل پسې یې توپ وهونکي د افغان توپ اچونکیو لخوا سوځیدل.

د انګلستان ټوله لوبډله د ۴۱ اور په ۳ بال وسوځیدله او یوازې وتوانیدله، چې ۲۱۵ منډې وکړي.

افغان ورو توپ اچونکیو مجیب ځدران، محمد نبي او راشد خان غوره توپ اچونه وکړه او په ګډه یې د انګلستان ۸ لوبغاړي وسوځول. مجیب او راشد درې درې لوبغاړي، نبي ۲ لوبغاړي، فضل حق او نوین الحق بیا یوه یوه ویکټه په خپل نوم کړه.

مجیب د لوبې غوره لوبغاړی شوو او د لوبې ایوارډ یې د هرات زلزله ځپلو افغانانو ته ډالۍ کړ.

په دې بریا سره افغانستان وتوانید، څو د ۵۰ اوریزو نړیوال جام کې خپل د ۱۴ پرله پسې ماتو لړۍ پایته ورسوي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د افغانستان او زیمبابوې کرکټ لوبډلو ترمنځ نن دوهمه یو ورځنۍ سیالي ترسره کېږي

ټاکل شوې چې د افغانستان ...