د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوټريش د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې پرونۍ چاودنه غندلې او دا يې د بشري اصولو خلاف عمل بللی دی.
نوموړي نن شنبه د (زمري په ۸مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، چې پر ملکي وګړو دغه ډول بريدونه د نړيوالو بشري قوانينو له مخې په سخته توګه منعه دي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ يا يوناما هم د کرکټ د لوبې پرمهال پر ملکيانو دا شوی بريد غندلی دی. يوناما په دې اړه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې د ملکيانو پر وړاندې هر ډول تاوتريخوالی د توجيې وړ نه دی او ټولو بشري نورمونو خلاف دی.
له دې سره د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس ويسټ هم په خپل ټوېټر کې د کرکټ لوبې پرمهال په لوبغالي کې شوې چاودنه غندلې ده.
نوموړي ويلي، چې ورته تاوتريخوالی هېڅ معقول هدف نه لري او نه هم دا ډول کړنې د افغانانو لپاره ځواب دی.
دا چاودنه د ګڼو هېوادونو ترڅنګ د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، د حکومت پخواني اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله او نورو مطرحو کسانو له لوري هم غندل شوې ده.
پرون جمعه د شبږيزې کرکټ ليګ د سيالۍ پرمهال د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې چاودنه وشوه. د کرکټ بورډ مسوولانو ويلي، چې په دې چاودنه کې ۴تنه د لوبې ننداره کوونکي ټپيان شوي دي.