Home » افغانستان » د کرکټ نړیوال شل اوریز جام؛ افغان لوبډلې تمریناتي لوبې پیل کړې

د کرکټ نړیوال شل اوریز جام؛ افغان لوبډلې تمریناتي لوبې پیل کړې

د کرکټ شل اوریز نړیوال جام د چمتووالي سیالیو په ترڅ کې افغانستان له عمان سره لوبه وکړه، خو د ورښت له امله بې پایلې تمامه شوه.

دا سیالي چې د مې میاشتې په ۲۹مه نېټه د چهارشنبې په ماښام د کابل پر وخت ۹:۳۰ بجې پیل شوې وه، پچه یې افغان لوبډلمشر وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.

عمان د ۳ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۱۵۴ منډې وکړې.

یادې لوبډلې ته لوبډلمشر عاقب الیاس ۶۶ ناسوځېدلې، ذېشان مقصود او کېشپ پرجاپټي هر یوه ۳۵-۳۵ منډې وکړې.

افغان لوري ته نوین الحق او عظمت الله عمرزي یوه یوه وېکټ وسوځوله او درېیمه رن اوټ شوه.

د افغانستان د توپوهنې پاڼۍ د ورښت له امله ترسره نه شوه او سیالي هم بې پایلې شوه.

د ویلو ده چې افغانستان لوبډله به د چمتووالي بله سیالي د مې په ۳۱مه له سکاټلنډ سره ترسره کوي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

هواپېژندنې اداره: په ۲۸ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شته

د ټرانسپورټ او هوايي چلند ...