Home » سپورټ » د کرکټ نړیوال جام: د انګلنډ – سکاټلند لوبه بې پایلې شوه او هالنډ له نیپال وګټله

د کرکټ نړیوال جام: د انګلنډ – سکاټلند لوبه بې پایلې شوه او هالنډ له نیپال وګټله

د کرکټ ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړیوال جام په سیالیو کې پرون سې‌شنبې د جون څلورمه (غبرګولي ۱۵) دوې لوبې وشوې چې یوه یې د متحده ایالاتو د ډالاس په ښار کې او بله یې د وېسټ انډیز په باربیډوس کې وه.

په باربیډوس کې د انګلنډ او سکاټلنډ ترمنځ لوبه د باران له کبله بې پایلې شوه.

سکاټلنډ پچه وګټله او په توپوهنه کې یې په لسو اورونو کې ۹۴ منډې وکړې او هېڅ لوبغاړی یې ونه سوځېد.

لوبه د باران له کبله له اول سره هم ځنډیدلې وه او په منځ کې هم څو ځله باران د لوبې بندېدو لامل شو او بالاخره تر لسو اورونو وروسته د لوبڅارانو پریکړې سره سم لوبه بې پایلې اعلان شوه او دواړو لوبډلو ته یو – یو امتیاز ورکړل شو.

دا په داسې حال کې ده چې په دویمې لوبې کې بیا نیپال د هالنډ لوبډلې ته په ۲۰ اورونو کې یوازې د ۱۰۷ منډو هدف ورکړی و چې هالنډ د لوبې په نولسم اور کې داسې مهال ټاکل شوي هدف ته ځان ورساوه چې څلور لوبغاړي یې سوځیدلي و.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...