د کرکټ نړیوال شل اوریز جام په سیالیو کې جمعه (غبرګولي ۲۵) د جنوبي افریقا لوبډلې د نیپال لوبډلې ته یوازې د یوې منډې په توپیر ماتې ورکړه او پدې سره یې پخپل ګروپ کې څلور واړه لوبې وګټلې او په لومړي مقام کې قرار لري.
جنوبي افریقا پخپل نوبت کې په شلو اورونو کې یوازې ۱۱۵ منډې کړې وې، خو نیپال دا هدف پوره نکړای شو.
نیپال د جنوبي افریقا هدف پوره کېدو لپاره په سر کې لوبه ښه پیل کړه، خو د سر دوو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته د لوبغاړو سوځېدل یو په بل پسې پیل شو.
د نیپال لوبډلې د لوبې په وروستي اور کې د ګټلو لپاره یوازې اتو منډو ته اړتیا درلوده چې د لوبې په درېیم توپ څلوریزه ووهل شوه او په وروستي توپ دوو منډو ته اړتیا وه چې د نیپال لوبغاړو ترلاسه نه کړای شو.
نیپال تر اوسه په دریو لوبو کې یوازې یوه ګټلې او وروستۍ یې د جون په ۱۶ مه یکشنبه د بنګله دېش سره ده.
د جمعې ورځې بله لوبه کې بیا نیوزلینډ وکولای شو چې یوګانډا ته په خورا اسانۍ ماتې ورکړي. یوګانډا پخپل نوبت کې په ۱۸.۴ اورونو کې یوازې ۴۰ منډې وکړلې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.
د نیوزلینډ لوبډلې دا هدف په پنځه عشاریه دوه اورونو کې پداسې حال کې پوره کړ چی یوازې یو لوبغاړی یې سوځیدلی و.
بلخوا نیوزلینډ په سي ګروپ کې د افغانستان، وېسټ انډیز، یوګانډا او پاپوا نیو ګیني سره دی. افغانستان او وېسټ انډیز وار د مخه د روان شل اوریز نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو یا سوپر – ۸ پړاو ته لار موندلې.
یوازې د سر دوې لوبډلې سوپر – ۸ پړاو ته وځي.
دا په داسې حال کې ده چې د نیوزلینډ وروستۍ لوبه د جون په ۱۷ مې له پاپوا نیو ګیني سره ده.