Home » سپورټ » د کرکټ ملي لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې ماتې وخوړه

د کرکټ ملي لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې ماتې وخوړه

د سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلې په ټیسټ سیالیو کې د افغانستان ملي لوبډلې ته د لسو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، چې دا سیالۍ د روانې فبروري په دویمه پیل او تر پرون (دوشنبه د فبروي ۵مې) یې دوام وکړ چې په پایله کې د سریلانکا لوبډلې افغان لوبډلې ته د لسو ویکټو په توپير ماتې ورکړه.

په دې لوبو کې افغان لوبډلې لومړۍ توپوهنه پیل کړه او په دوو پړاوونو کې یې د سریلانکا لوبډلې لپاره ۴۹۴ منډې هدف وټاکه.

د افغانستان د توپوهنې په برخه کې ابراهیم ځدران او رحمت شاه تر ټولو ډېرې منډې وکړې.

د ویلو ده چې په دې سیالیو کې د افغانستان نامتو توپ‌اچوونکي، راشد خان ګډون نه درلود.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به څو ورځې وروسته د سریلانکا پر وړاندې د دریو یو ورځنیو سیالیو لپاره میدان ته ښکته شي، چې لومړۍ لوبه به راتلونکې جمعه د فبرورۍ په نهمه وشي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...