ټاکل شوې چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن سېشنبه د (وږي په ۸مه) د اسيا جام سياليو په ترڅ کې د بنګلدېش کرکټ لوبډلې پر وړاندې لوبه ترسره کړي.
د بنګلدېش پر وړاندې لوبه، د اسيا جام د روانو سياليو په لړ کې د افغانستان دويمه لوبه ده. ملي لوبډلې خپله لومړۍ لوبه له سرېلانکا سره ترسره کړې او يادې لوبډلې ته يې د ۸ ويکټو په توپير ماتې ورکړې.
د افغانستان کرکټ بورډ مسوولان وايي، چې په لوړ توپير له سرېلانکا د لوبې ګټلو له امله افغان لوبډله په ښه مورال کې ده او د دې ترڅنګ يې له بنګلدېش سره د لوبې ترسره کولو په موخه ښه چمتووالی هم نيولی.
د مسوولانو په خبره، افغان لوبډله به په نننۍ لوبه کې هم ښه وځلېږي او زياتوي چې دا لوبه به هم په خپله ګټه تمامه او بريا به په کې خپله کړي.
نننۍ لوبه د اسيا جام د روانو لوبو په لړۍ کې دويمه او وروستۍ ګروپي لوبه ده. که افغان لوبډله نننۍ لوبه وګټي، نو د اسيا جام د روانو سياليو دويم پړاو ته وتلی شي او په دويم پړاو کې به درې نورې لوبې کوي.
تر دې مهاله افغانستان او بنګلدېش ۸ شل اووريزه نړيوالې لوبې کړي، چې ۵ لوبې افغانستان او ۳ هغه يې بنګلدېش ګټلي دي.
ټاکل شوې نننۍ لوبه د افغانستان پر وخت ماښام مهال ۶ بجې او ۳۰ دقيقې پيل شي.