ټاکل شوې چې نن چهارشنبه د (وږي په ۱۶مه) د اسيا جام سياليو په لړ کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د پاکستان له لوبډلې سره لوبه وکړي.
د افغانستان کرکټ بورډ مسوولان وايي، ملي لوبډلې د يادې لوبې ترسره کولو په موخه څو ورځني تمرينونه ترسره کړي او چمتوو ده، چې د پاکستان پر وړاندې لوبه وکړي.
د دوی په خبره، د ملي لوبډلې چمتووالي ته په پام سره به ياده لوبډله د پاکستان پر وړاندې په نننۍ لوبه کې ښه وځلېږي.
نننۍ لوبه افغانستان ته له دې پلوه مهمه ده، چې په ګټلو سره به يې د اسيا جام سياليو پايلوبې ته تګ ممکن شي او په بايللو سره به يې له پايلوبې پاتې کېږي.
افغان لوبډلې د اسيا جام په دويم پړاو کې خپله لومړۍ لوبه سريلانکا ته بايللې او برعکس پاکستان بيا خپله لومړۍ لوبه له هند ګټلې ده.
ننۍ لوبه به د افغانستان په وخت ماښام مهال ۶نيمې بجې د شارجې په لوبغالي کې پيل شي.