د کرکټ نړيوالې شورا د پرېکړې له مخې به د ۲۰۲۱ کال د کرکټ شل اووريز نړيوال جام لوبې نن يکشنبه د (تلې په ۲۵مه) په عربي اماراتو او عمان کې پيل شي.
د لوبو د مهالوېش له مخې به، د دغه جام لومړنۍ لوبه د عمان او پاپو نيوګيني هېوادونو ترمنځ ماسپښين مهال پيل او ترسره شي. د افغانستان کرکټ ملي لوبډله هم له بشپړ چمتووالي سره په دې نړيوال جام کې د لوبېدو په موخه څو ورځې وړاندې عربي اماراتو ته رسېدلې ده.
د افغانستان لوبه د اکټوبر په ۲۵مه پلان شوې خو تر اوسه يې سياله لوبډله نه ده په ګوته شوې. په قطر کې د افغان ملي لوبډلې تمريناتو ته په پام سره باور دا دی چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د کرکټ په شل اووريز نړيوال جام کې ښې لاسته راوړنې ولري.