په سي ګروپ کې د وېسټ اېنډیز او نیوزیلنډ سیالي ده.
د نن ورځې دویمه سیالي به د افغانستان په وخت د ماښام په ۷ بجې په ډي ګروپ کې د بنګلهدېش او نیدرلنډ (هالنډ) ترمنځ وي.
همداراز د انګلستان او عمان سیالي د افغانستان د شپې په یوولس نیمې بجې پیلېږي.
سبا به د افغانستان لوبډله له پاپونیوګینې سره مخامخ شي.
دا به د افغانستان درېیمه سیالي وي.
افغانستان تر دې وړاندې یوګنډا او نیوزیلنډ په لوی توپیر مات کړي او تر دې دمه نه یوازې د خپل ګروپ د جدول په سر کې دي، بلکې د نمرو له نظره تر ټولو لوړ ځای لري.
پرون هند په نیویارک کې امریکا ته په ۷ ویکټواو ۱۰ توپونو ماته ورکړه.
هند اوس په خپل اې ګروپ کې لومړی ځای لري.