د کرونا دویمې خطرناکې څپې اروپايان اندېښمن کړي دي
په اروپا کې د کرونا دویمې څپې اندېښنې پارولې دي.
ډېری اروپايي هېوادونو د کرونا وېروس د دویمې څپې په راتګ سره تازه بندیزونه او محدودیتونه وضع کړي دي.
د بلجیم چارواکو په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي چې د کرونا له دویمې او خطرناکې څپې سره مخ دي، روغتونونه ظرفیت نه لري او محدودیتونه یې ډېر کړي دي.
د بلجیم حکومت د ځينو ځایونو د بندیدو امر کړی دی او بندیزونه به څلور اونۍ دوام کوي.
بلخوا په ایټالیا کې هم د کرونا د ناروغانو شمېر یو ځل بیا ډېر شوی دی، په فرانسه کې بندیزونه مخ په ډېرېدو دي او چک جمهوریت هم ویلي چې پېښې ډېرې شوې خو دوی بندیزونه هم ورسره ډېر کړي دي.