حکومت خبر ورکړی، چې د کرومايټ ډبرو د استخراج په موخه د شرکتونو د داوطبۍ پروسه پای ته رسېدلې او په ترڅ کې يې يو شمېر شرکتونه ګټونکي اعلان شوي دي.
د کانونو او پټروليم وزارت چارواکي وايي، چې د کورمايټ کانونو د کيندنې په موخه د داوطلبۍ په جريان کې، ټولټال ۱۰ شرکتونه ګټونکي شوي دي.
د چارواکو په خبره ياد شرکتونه به د کندهار، زابل او لوګر ولایتونو په ۱۰ سیمو کې له کانونو څخه د کرومایټ ډبرو را ايستل کارونه پيل کړي او له درکه به يې زياته اندازه عايد ترلاسه شي.
د کانونو او پټروليم وزارت د چارواکو له قوله، د دوطلبۍ په ياده پروسه کې ۲۱۴ شرکتونو ګډون درلود.
حکومت په ځينو ولايتونو کې د کانونو د کيدنې چارې پيل کړي او تمه يې ښودلې چې له دې درکه به په راتلونکي کې زيات عايد ترلاسه او په دې توګه به هېواد اقتصادي بساينې ته نږدې شي.