د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایي چې په هېواد کې د زعفرانو حاصلات د تېر کال په پرتله زیات شوي دي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند، مصباحالدین مستعین د زعفرانو د حاصلاتو د زیاتوالي لاملونه د باران زیاتوالی، د زعفرانو د کښت او راټولونې لپاره د نویو کړنلارو تجربه کول او کروندګرو ته د زعفرانو د نویو بوټو ویشنه بللي دي.
د هغه په وینا: ”له دغو کروندو څخه په ټوله کې شاوخوا ۴۰ مټریک ټنه زعفران راټول شوي چې هرات ولایت د تولید له مخې مخکښ دی ځکه ۹۰ سلنې زعفران یې له یاد ولایت څخه تولیدېږي.”