د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د دې وزارت د اټکل له مخې به سږ کال په افغانستان کې د غنمو حاصلات د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه زیات شي.
دې وزارت نن (پنجشنبه د غبرګولې۲۴ مه) په یو راپور کې ویلي چې د دوی ارزونې ښيي چې په روان کال کې په افغانستان کې پر ۲.۱۴ میلیونه هکټاره ځمکه کې غنم کرل شوي دي.
د کرنې وزارت وړاندوینه کړې، چې له دې ځمکې څخه به ۴،۹ میلیونه مټریک ټنه غنم حاصل شي، چې د تېر کال په پرتله به ۱۳ سلنه زیاتوالی ومومي.
یاد وزارت وايي، سږ کال د غنمو په کرل شویو ځمکو کې هم شپږ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د کرنې وزارت د راپور له مخې، افغانستان سږ کال ۶،۹ میلیونه مټریک ټنه غنمو ته اړتیا لري او د حاصلاتو د شمېرو له مخې، د دوه میلیونه مټریک ټنه غنمو له کمښت سره مخ دي.
دغه وزارت د غنمو د حاصلاتو د زياتوالي لامل بارانونه بولي، خو زياتوي، چې سېلابونو د غنمو د کروندو يوه برخه هم ويجاړه کړې ده.