Home » اقتصادی » د کرنې وزارت:هلمند کې له کرنیزو ټولنو سره مرستې وشوې
رویداد خبري آژانس

د کرنې وزارت:هلمند کې له کرنیزو ټولنو سره مرستې وشوې

کرنې وزارت وایي، هلمند کې یې له یو شمېر کرنیزو ټولنو سره د کرنې د ودې او پراختیا په موخه مرستې کړې دي.

د هلمند دکرنې ریاست له خوا په دې ولایت کې لسګونه کرنیزې ټولنې جوړې شوي دي، ترڅو بزګرانو او مالدارانو سره یوځای د کرنې د ودې او پراختیا په برخه کې فعالیتونه له همدې لارې په منظمه توګه تر سره شي.

د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې په دې ولایت کې د خصوصي سکټور د ودې او پراختیا په پار هلې ځلې کیږي او په همدې موخه د بدیل معیشت یا مرسي کورپ پروګرام په همکارۍ پنځو کرنیزو ټولنو سره د دوی د اړتیا وړ توکي مرستې وشوې.

ښاغلی الکو وویل:د هلمند د سبو او تازه مېوو سوداګرو ټولنه،د هلمند د مېوه لرونکو نیالګیو روزلو ټولنه، د کروندګرو ټولنه، د هلمند د شنوخونو روزلو ټولنه او د بست د اصلاح شویو تخمونو تولیدي کمپنۍ سره د بېلابېلو توکو مرسته وشو

په یادو توکو کې دفتري او ترانسپورتي توکي شامل دي، چې تر ډېره به د یادو ټولنو د ورځنیو چارو په بهبود کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...