افغانستان کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي د بدخشان د پستې سږني حاصلات ۵۵۰ مټريک ټنو ته رسېدلې ده.
د کرنې وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي،چې تېرکال د بدخشان د پستې له کروندو څخه ۲۰۰ مټريک ټنه پسته ټوله شوې وه.
په همدې حال کې د بدخشان د کرنې رياست وايی، د پستې ونو دپرېکېدو مخه نيولې ده، د ځنکلونو د ساتنې ټولنې يې جوړه کړې او په دې برخه کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړې ده.
د پستې د پېر-پلور بازار هم د نورو کلونو په پرتله ښه شوې ده.