Home » اقتصادی » د کرنې ریاست: هلمند کې سږکال د شاتو تولید کچه ۳۵ ټنو ته لوړه شوې
رویداد خبري آژانس

د کرنې ریاست: هلمند کې سږکال د شاتو تولید کچه ۳۵ ټنو ته لوړه شوې

د هلمند ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په ۱۳۹۸ لمریز کال کې ۱۷.۵ ټنه ، په ۱۳۹۹ کال کې ۲۴.۵ متریک ټنه او روان ۱۴۰۰ لمریزکال کې به د خالصو شاتو تولید ۳۷.۷ متریک ټنو ته ورسیېږي.

د یاد ولایت دکرنې ریاست ریيس زلمى الکو وايې د ياد رياست لخوا  بزګرو ته نږدې ۴۰۰ بابه د مچیو فارمونه جوړ شوي دي چې د هرکال په تېرېدو سره یې مچۍ او د شاتو تولید د زیاتیدو په حال کې دي.

د الکو په خبره دا مهال ددې ولایت فارمونو کې ۱۳۱۲۰ صندوقه مچۍ تر روزنې او پالنې لاندې دي او همدا راز یادو فارم لرونکو ته د کرنې ادارې د کارمندانو له لوري لارښوونې کیږي ترڅو په فني او مسلکي توګه خپلې چارې مخته یوسي.

د یادونې وړ ده چې سږکال د هلمند ولایت دکرنې ریاست لخوا، له لغمان ولایت څخه  ۲۵زره د بیرو نیالګي را انتقال او تر روزنې لاندې نیول شوي دي، چې د دغه نیالګيو ګل د مچیو لپاره بهترینه غذا بلل کیږي چې له مخې به یې راتلونکي کې د بیري شات هم په دې ولایت کې تولید کړل شي .

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...