Home » اقتصادی » د کرنې ریاست: هلمند کې د څړځایونو رغوولو په موخه د سروې چارې پیل شوې
رویداد خبري آژانس

د کرنې ریاست: هلمند کې د څړځایونو رغوولو په موخه د سروې چارې پیل شوې

د هلمند ولایت د کرنې ریاست چارواکي وايي، په دې وروستیو کې طبيعي ځنګلونه ، مالچرونه او څړځایونه د غصب ، تخریب او د طبيعي عواملو له امله په پراخه کچه زیانمن شوي دي.


د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ريس زلمى الکو وايي، هڅې یې پیل کړي ترڅو د دې ولایت په کچه د ټولو هغو مالچرونو او څړځایونو ځمکې تثبیت کړي چې د نقشو له مخې له پخوا څخه د مالدارانو د مالونو د څړ لپاره ځانګړې شوي و.


نوموړي وویل:” په همدې موخه د کرنې ، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري هلمند کې د مالچرونو د سروې او رغولو په موخه له پلازمېنې پلاوی رارسیدلی دی ترڅو په دې ولایت کې د مالدارانو او کوچیانو د مالونو لپاره هغه سیمې چې له پیړیو پخوا پکې مالونه څروول کېدل سروې او د بیا رغولو چارې یې پیل کړي.”


په عین حال کې له کابل څخه هلمند ته ورغلی پلاوی وایي، د یاد ولایت له بیلابیلو سیمو لیدنې کړي او د ورکړل شوي پلان له مخې د سروې چارې ادامه لري.


ورغلی پلاوی زیاتوي، د یادو مالچرونو او څړ ځایونو په رغولو سره به د مالونو لپاره د څړ مناسب چاپیریال ، د اوبو زیرمو ساتنه او په ټوله کې د کوچیانو او مالدارانو په اقتصادي وضعیت کې د پام وړ نوښت رامنځته شي.


د هلمند ولایت اوسېدونکي وايي، هلمند کې مالداران د سختو ستونزو سره مخ دى، او وایي چې ټولو زورواکو د دولت ځمکي غصب کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د افغانستان مرکزي بانک سبا ۱۶ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان د بانک مسوولان ...