Home » اقتصادی » د کرنې ریاست: د ننګرهار د هندواڼو سږني حاصلات به څه باندې ۷۹ زره ټنو ته ورسېږي
رویداد خبري آژانس

د کرنې ریاست: د ننګرهار د هندواڼو سږني حاصلات به څه باندې ۷۹ زره ټنو ته ورسېږي

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې  د ننګرهار په اتو ولسوالیو کې د هندواڼو سږني حاصلات به څه باندې ۷۹ زره ټنو ته ورسېږي.

د کرنې ریاست وایي چې د ننګرهار ولایت په  کامه، بهسود، کوزکون، کوټ، بټي کوټ، ګوشته، خوګیاڼي او سره رود ولسوالیو کې په ۱۹۹۵ هکټاره ځمکه کې سږکال هندواڼې کرل شوي، چې د اټکل له مخې به ۷۹ زره او ۲۰۱ مټریک حاصلات ترې تر لاسه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېرکال ننګرهار ولایت په ۱۸۴۰ هکټاره ځمکه هندواڼې کرل شوې وې، چې ۷۳ زره او ۶۰۰ ټنه هندواڼې ترې راټول شوې وه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...