Home » سیمه او نړی » د کردانو په کورواکې سیمه د ترکیې بمباري د عراق ولسمشر لخوا وغندل شو

د کردانو په کورواکې سیمه د ترکیې بمباري د عراق ولسمشر لخوا وغندل شو

د عراق ولسمشر عبداللطیف رشید پرون شنبه د کردانو په کورواکې سیمه کې، سلیمانیه هوايي ډګر ته نږدې د ترکیې بمباري وغندله.

رشید په یوه اعلامیه کې ویلي، د کردستان پر خلاف د ترکیې پوځي عملیات دوام لري، چې وروستۍ بمباري د سلیمانیه ملکي هوايي ډګر په وړاندې تېره جمعه شوې ده.

رشید چې په خپله کرد او د سلیمانیه اوسېدونکی دی، ویلي د ترکیې دا ډول اقدامات قانوني توجیه نه لري، یوازې د ملکیانو د ډارولو سبب کېږي او دا عملیات په دې پلمه کېږي چې هلته متخاصم ځواکونه حضور لري.

د عراق د ولسمشر اشاره د کردستان د کارګر ګوند ته وه، چې د عراق په کردستان سیمه کې حضور لري، ترکیې په تور لېست کې شامل کړي او تروریستي سازمان یې بولي.

ترکیې په وار وار هڅه کړې، چې خپلې یاغي ډلې د هوايي او ځمکنیو عملیاتو له لارې ختمې کړي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...