Home » افغانستان » د کراچۍ له زندان څخه د علي وزير د خوشې کېدو حکم ورکړل شوی

د کراچۍ له زندان څخه د علي وزير د خوشې کېدو حکم ورکړل شوی

په داسې حال کې، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزير د ناروغۍ له امله په روغتون کې بستر دی؛ خو د سند محکمې د کراچۍ له زندان څخه د نوموړري د خوشي کېدو حکم ورکړی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د سند ايالتي مشر نورالله ترين په دې اړه رسنيو ته ويلي، چې محکمې له زندان څخه د علي وزير د خوشې کولو حکم د تېرې شنبې په ورځ کړی دی، خو نوموړی د ناروغۍ له امله لا هم له روغتون نه دی رخصت شوی.

نوموړي زياته کړې، چې د کراچۍ په جناح روغتون کې د علي وزير درملنه ښه روانه ده؛ خو ډاکټرانو دا نه په ډاګه کړې چې نوموړی به څه وخت له روغتون څخه رخصت شي.

د نورالله ترين په خبره، که علي وزير له روغتون رخصت هم شي، نو د شمالي وزيرستان په ميرانشا کې پرې د ثبت شوې يوې بلې قضيې سپيناوي په موخه به، د پوليسو له لوري د بنو زندان ته ولېږدول شي.

هغه رسنيو ته ويلي، چې د بنو له زندان څخه د ازادېدو په موخه د علي وزير ضمانت محکمې ته وړاندې شوی دی او تمه ښيي چې محکمه به په دې اړه د پښتون ژغورنې غورځنګ له غوښتنې سره سمه پرېکړه وکړي.

علي وزير د ۲۰۲۰ کال په ډيسمبر کې د پيښور پوليسو له لوري ونيول شو. پر نوموړي تور و چې په همدې کال کې يې په کراچۍ کې يوې غونډې ته د پاکستان د پوځ او نورو ملکي ادارو خلاف خبرې کړي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...