Home » فرهنګی او ټولنیز » د کتاب نړیواله ورځ او د نه مطالعې فرهنګ

د کتاب نړیواله ورځ او د نه مطالعې فرهنګ

د اپریل ۲۳ مه نېټه د کتاب نړیواله ورځ ده، په دغې ورځ نړیوال د کتاب په هکله خپل غوره خاطرات او د کتاب په هکله د ارزښتونو ټولګې له خلکو سره شریکوي.

د کتاب د نړیوالې نمانځنې دود په لومړي ځل په ۱۹۹۵ ز کال کې د یونیسکو لخوا پلی شو. دوی د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د اپریل ۲۳ مه نېټه د کتاب نړیواله ورځ و نوموله، چې له هغې را وروسته د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د کتاب ورځ د محفلونو او غونډو جوړولو له لارې په څه د پاسه ۱۰۰ هېوادونو کې نمانځل کېږي.

په افغانستان کې هم د کتاب ورځ نمانځل کېږي خو تر دېره په ټولنیزو رسنیو پورې محدوده وي. یو شمېر د قلم خاوندان او لیکوالان په دغه ورځ د خپلو نویو اثرونو او ژباړو خوش خبرۍ تر نور رسوي.

مطالعه له کتاب سره نېغ په نېغه اړیکه لري، لکه څنګه چې شا او خېټه سره لازم او ملزوم دي، دغسې مطالعه هم له کتاب سره تړلې موضوع ده. کتاب هغه لوی او نه ختمېدونکی سمندر دی چې څومره په کې وړاندې ځې، د پوهې، تفکر او شخصیت جوړدنې دریځ مو ځواکمنوي. یو عالم وایي: ((هر انسان باید کتاب یا کتابونه ولري، که یې نه لري، له داسې چا سره دې د ملګرتیا تار وغځوي چې کتابونه لري)).

دا مه هېروئ چې د کتاب او مطالعې لپاره هېڅکله ناوخته نه ده. له همدې اوسه یې پیل کړئ، توپیر نه کوي چې ناروغ یئ، د عمر پاڼۍ مو په اختمام ده او یا هم داسې یو حالت کې یئ چې له خپګان نه کړېږئ، کتاب را واخلئ او خپل غم او درد ورباندې ورک کړئ. کتاب ښه ملګری دی، تاسو ته هیله، خندا، سکون، انګېزه، نوی لیدلوری او ډېر داسې نور څه درکولی شي چې ستاسې حالت بدلوي.

په افغانستان کې لکه څنګه چې هر څه په لومړنیو پړاوونو کې دي، دغسې د مطالعې لپاره هم تر دې مهاله د پام وړ کار نه دی شوی، ښایي ډېر به فکر کوي چې روانو جګړو زموږ زده کړه ییز چاپېریال اغېزمن کړی دی، دا هم تر ډېره سمه ده خو زموږ پر وړاندې ډېر داسې نور مسایل هم شته چې په ځینو کې یې خپله ټګي کوو او په ځینو کې یې د طبیعت سزا هم ګالو.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

رویداد خبري اژانس

د راډیو نړیواله ورځ؛ په ټول هېواد کې ۲۸۰راډیوګانې فعالیت کوي

د راډیو له نړیوالې ورځې ...