Home » افغانستان » د کانکور ازموينې لومړى پړاو د نجونو له ګډون پرته پيل شو

د کانکور ازموينې لومړى پړاو د نجونو له ګډون پرته پيل شو

۱۴۰۳ کال د کانکور ازموينې لومړی پړاو نن (پنجشنبه د غبرګولي۱۷ مه) په ۱۵ ولایتونو کې د ښځینه زده کړیالانو له شتون پرته پیل شو.

په دې پړاو کې به په وردګو، لوګر، پروان، کاپیسا، پنجشېر، غزني، پکتیا، پکتیکا، کونړ، زابل، بامیان، سمنګان، بادغېس، هرات، غور او نورستان ولایتونو کې ازموینه واخیستل شي.

لومړی پړاو به د غبرګولي تر ۱۹ مه دوام وکړي او دویم پړاو به یې د چنګاښ په لومړۍ او دویمه نېټه په کابل کې ترسره شي.

په درېیم پړاو کې چې د چنګاښ په اوومه او اتمه نېټه به د تخار، کندز، بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، ارزګان، بغلان، ډایکنډي او بدخشان په ولایتونو کې د کانکور ازموینه واخیستل شي.

په څلورم پړاو کې چې د چنګاښ له ۱۴مې تر ۱۶مې د ننګرهار، لغمان، خوست، کندهار، هلمند، فراه او نیمروز ولایتونو د کانکور ازموینه واخیستل شي.

د تېرو کلونو په څېر سږ کال هم کانکور د نجونو له شتون پرته اخیستل کېږي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د کانکور په ازموينو کې تر ټولو زياتې نجونې مخکې وې او په ځينو ولايتونو کې تر هلکانو هم ډېرې داوطلبې وې.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...