د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی چې دغه وزارت له یوه خصوصي ساختماني شرکت سره د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې پر یوه بند د پانګونې په موخه د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.
د دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، د دې هوکړه لیک پر بنسټ به دا خصوصي شرکت د کامې د اوبو لګولو او برېښنا د تولید بند پر عصري کولو، پرمختګ او د اوبو لګولو پر سیستم کار پیل کړي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې له دې سربېره د کامې ولسوالۍ د میرزاخیل او ماماخیل پر دوو نورو بندونو هم کار روان دی.
چارواکو ویلي چې د دغو پروژو په پلي کېدو سره به د اوبو ضایعکېدو مخه ونيول شي او بزګرانو ته به د ځمکو خړوبولو لپاره اسانتياوې رامنځته شي.