د کارګرو نړيوال سازمان يا ILO د ماشومانو د کار پر وړاندې د مبارزې نړيوالې ورځې په مناسبت، له افغان کارګرو ماشومانو ملاتړ اعلان کړی دی.
دې سازمان نن يکشنبه د (غبرګولي په ۲۲مه) خپل ټوېټر کې لېکلي، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق يا يونېسف سره په همغږۍ يې (د ماشومانو لپاره لاس پورته کړئ) RaiseYourHandforKids تر عنوان لاندې نړيوال کمپاين په لاره اچولی دی.
د کارګرو نړيوال سازمان له نړيوالو غوښتي چې د افغانستان کارګرو ماشومانو د ملاتړ او د دوی ستونزو په حلولو کې د مرستې په موخه له دې کمپاين سره يو ځای شي.
له دې سره په افغانستان کې د يونېسف مسوولا محمد اګ ايويا هم په خپل ټوېټر کې د ياد کمپاين ملاتړ کړی او ويلي يې دي، چې هر ماشوم د زدهکړو او لوبو حق لري.
نوموړي زياته کړې چې په دې کمپاين کې يې له افغان کارګرو ماشومانو څخه د ملاتړ په موخه ګډون کړی دی.
بل خوا د بښنې نړيوال سازمان هم په خپلو خواله ادرسونو کې د افغان ماشومانو د انځورونو په خپرولو سره، له يادو ماشومانو ملاتړ کړی دی.