Home » سیمه او نړی » د کاراکالپاکستان په نااراميو کې ۱۸کسان وژل شوي او ۲۴۰ ټپيان دي

د کاراکالپاکستان په نااراميو کې ۱۸کسان وژل شوي او ۲۴۰ ټپيان دي

د ازبکستان چارواکو تائيد کړې چې په کاراکالپاکستان (قاراقالپاکستان) کې د امنيتي ځواکونو پر شمول عامو خلکو ته هم د روانو ناارامنيو په ترڅ کې زيان اوښتی دی.

د ازبکستان د لويې څارنوالۍ وياند ابرار ممات‌اوف نن دوشنبه د (چنګاښ په ۱۳مه) د نوموړي هېواد ۲۴ ټلوېزيون ته ويلي، چې د يادو نااراميو په دوام سره تر دې مهاله ۱۸ تنه وژل شوي او ۲۴۳ تنه نور ټپيان شوي دي.

د نوموړي د مالومتو له مخې، په ټپي شویو کسانو کې پر عامو ملکي وګړو سربېره امنيتي سرتېري هم شامل دي؛ خو د ازبکستان ملي ګارد چې د يادو ناراميو د کرارولو په موخه دغلته اعلان شوی بېړني وضعيت مديريت کوي ويلي، چې په ټپي شوو کسانو کې ډېری هغه يې برسيرن او له روغتون خارج شوي دي.

د ملي ګارد د رسنيو مسوول دوران زومانیازوف ويلي، چې ۲۴۳ تنه ژوبل کسان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي او له ډلې يې ۱۴۹ کسان چې برسيرن ټپي شوي وو، له درملنې وروسته له روغتون خارج شوي.

کاراکالپاکستان په ازبکستان کې دننه يو خودمختاره جمهوريت دی چې سيمه‌ييزه اداره يې د ازبکستان مرکزي حکومت له لوري اداره کېږي.

په دې خودمختاره سيمه کې وروسته له هغې اعتراضونه پيل شوي، چې د ازبکستان ولسمشر شوکت ميرضيايف په ياده سيمه کې د اصلاحاتو په موخه اجرائيوي فرمان صادر کړی.

د کاراکالپاکستان اوسيدونکي چې شمېر يې شاوخوا ۲ميليونه کسان دي، دا کار د يادې سيمې د خودمختارۍ د له منځه وړلو هڅه بللې او له همدې کبله يې پر لاريونونو لاس پورې کړې دی.

ولسمشر شوکت ميرضيايف د دې نااراميو د کرارولو په موخه د يوې مياشتې لپاره په کاراکالپاکستان کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...