Home » افغانستان » د کابینې پریکړه: د لويو لارو په هر ۱۰۰ کيلو مترۍ کې دې جوماتونه جوړ شي

د کابینې پریکړه: د لويو لارو په هر ۱۰۰ کيلو مترۍ کې دې جوماتونه جوړ شي

د سرپرست حکومت د رئیس الوزرا په مشرۍ د کابینې په وروستۍ غونډه کې پرېکړه شوې، چې د افغانستان د لویو لارو په اوږدو کې په هرو سلو کیلومترو کې دې یو جومات جوړ کړی شي.

د باختر خبري اژانس وایي، د سرپرست حکومت د ټولګټو وزارت ته دنده سپارل شوې چې، هر جوړېدونکی جومات باید د نارینه او ښځینه‌و لپاره بېل ځایونه او ټولې لازمې اسانتیاوې ولري او ساتنه یې وکړي.

د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ دې غونډه کې همدارنګه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت یوه پلاوي ته دنده سپارل شوې چې په کابل ښار کې دې د نویو جوماتونو د جوړولو لپاره ځایونه مشخص او خپله څېړنه دې د کابینې له غونډې سره شریکه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د سرپرست حکومت لخوا د بشپړ امنیت ټینګیدو وروسته ډېری خلک د ځمکې له لارې په بسونو او نورو مسافر وړونکو موټرو کې سفر کوي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...