د سرپرست حکومت چارواکو خبر ورکړی، چې د کابل-کندهار د لويې لارې د رغولو چارې پيل شوي او زياته کړې يې ده، له ټاکل شوې نېټې سره سم به ياده لار په اساسي توګه ورغول شي.
ملي ټلوېزيون په دې اړه خپاره کړي راپور کې د چارواکو له قوله ويلي، چې د کابل-کندهار لويې لارې د رغولو چارې به د ميدان وردګو ولايت له دراني بازار پيل او د غزني تر ښار پورې به دوام وکړي.
د راپور له مخې، په اساسي توګه د يادې لويې لارې د بيا رغولو چارې پرون شنبه د (وږي په ۲۶مه) پيل شوي دي.
د ټولګټو وزارت له دې وړاندې ويلي وو، چې د کابل-کندهار لويې لارې ۸۰ کيلومټره برخه به يې د ۴سوه ميليون افغانيو په لګښت ورغول شي. د دې وزارت د مسوولانو په خبره، د رغولو دا چارې به يې په ۹ مياشتو کې بشپړې شي.
د کابل-کندهار لويه لار يو له مهمو ټرانزيټي لارو ده، چې د خرابوالي له امله يې په دې لاره تلونکي مسافر او موټر چلوونکو تل شکايت کوي.