Home » افغانستان » د کابل په پرونۍ چاودنه کې ۱۱ کسان ټپيان شول

د کابل په پرونۍ چاودنه کې ۱۱ کسان ټپيان شول

اېمرجنسي روغتون اعلان کړی چې په کابل کې د پرونۍ چاودنې له امله ۱۱ کسان ټپیان شوي او دغه روغتون ته لېږدول شوي.

د دې روغتون د اعلامیې له مخې، دا چادونه پرون (چهارشنبې، د لړم ۲مه) دوې بجې د سینمای پامیر سیمې اړوند او لیلامیو په یو بازار کې وشوه.

کابل کې د اېمیرجنسي روغتون مرستیال استفانو جنارو اسمیروف ویلي: “موږ ۱۱ ټپیان په روغتون کې ثبت کړي. د ټپیانو په منځ کې یوه درې کلنه نجلۍ، یو څلور کلن هلک، یو شپاړلس کلن هلک، دوې ښځې او شپږ نارینه موجود دي چې د یو کس روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.”

د دې روغتون د معلوماتو له مخې، د دغه چاودنې ډېری ټپیان د اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې ا.ا لا تر اوسه د دې چاودنې په اړه څه نه دي ویلي او هېڅ کس یا ډلې یې هم مسوولیت نه دی منلی.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...