Home » افغانستان » د کابل په پرونۍ چاودنه کې خبريال حميد سيغاني هم وژل شوی

د کابل په پرونۍ چاودنه کې خبريال حميد سيغاني هم وژل شوی

پرون شنبه ناوخت د (لړم په ۲۲مه) د کابل ښار ۱۸مې امنيتي خوزې اړوند په دشتي برچي سيمه کې د ملکي وګړو د سوارلۍ پر موټر چاودنه وشوه.

عيني شاهدان وايي، چاودنه د چسپکي ماين په وسيله پر ټونس موټر شوې او په ترڅ کې يې د ټونس سوارلۍ وژل شوې ده. په وژل شويو کسانو کې خبريال حميد سيغاني هم شامل دی.

سيغاني د کلونو لپاره په کابل کې له بېلابيلو خصوصي ټلوېزيونو سره د خبريال او د خبرونو د وياند په توګه کار کړی و.

که څه هم تر اوسه د يادې چاودنې له امله د وژل شويو او ټپي شويو کسانو کره شمېر نه دی په ډاګه شوی، خو د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد پرون له پېښې وروسته په خپل ټوېټر کې د يوه کس د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د يادې چاودنې مسووليت په غاړه نه دی اخيستی. خو په دې وروستيو کې پر ملکيانو د ترسره شويو ورته اکثره بريدونو مسووليت داعش ډلې منلی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...