ارګ اعلان کړی چې د ا.ا د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د «معیاري انتظارخونې» د بنسټ ډبره کېښوده.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، د دغه انتظارخونې د جوړېدو چارې نن (پنجشنبه، دزمري ۴مه) پیل شوې دي.
ارګ ویلي، دغه انتظار خونه د خصوصي سکتور له خوا د ۲۹۰ میلیونو افغانیو په پانګونې جوړېږي او په ۱۸ میاشتو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
ویل کېږي چې دا انتظار خونه به په یو وخت کې د ۱۵۰ کسانو ظرفیت ولري.