Home » افغانستان » د کابل له پلچرخي زندانه څه باندې ۴۰۰ بندیان خوشي شول

د کابل له پلچرخي زندانه څه باندې ۴۰۰ بندیان خوشي شول

د کوچني اختر په مناسبت د ا.ا د رهبر د فرمان له مخې، د کابل له پلچرخي زندان څخه د ۴۰ ښځو او ۲۸ ماشومانو په ګډون ۴۰۶ زندانیان خوشې شوي دي.

د ا.ا د زندانونو د تنظیم ادارې معین عبدالله همدرد په یاد زندان کې جوړ شوو مراسمو ته ویلي: “اوس زندان د اصلاح په مرکز بدل شوی او نور د جزا او ځورونې ځای نه دی زما پیغام دا دی چې له زندانونو لیدنه وشي او رښتیا ټولو ته وښودل شي.”

د مسوولانو په وینا، د زندانیانو خوشي کېدل یوازې تر کابل پورې محدود نه دي، اټکل شوی چې د کوچني اختر تر رارسېدو پورې به د یاد فرمان پر بنسټ له بېلابېلو ولایتونو څخه څه باندې دوه زره زندانیان خوشي شي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...