Home » افغانستان » د کابل د دروازو او لویو لارو لږ تر لږه ۲۵۰ مؤظفین عدلي او قضایي ادارو ته معرفي شول
رویداد خبري آژانس
د کابل-هرات پر لویه لاره

د کابل د دروازو او لویو لارو لږ تر لږه ۲۵۰ مؤظفین عدلي او قضایي ادارو ته معرفي شول

د افغانستان کورنیو چارو وزارت د کابل د دروازو او لویو لارو نږدې ۲۵۰ مؤظفین له دندو لیرې او عدلي او قضایي ادارو ته‌یې معرفي کړل.

د دغه وزارت ستر امنیتي مرستیال عبدالصبور قانع وایي، دوی ته د موټر چلوونکو د مرکو او خپلو سرچینو له لارې معلومه شوې وه چې دغه کسان له خلکو پیسې اخلي.

ښاغلی قانع وايي: “د کابل د دروازو په اړه شکایتونه و، موږ دغلته د ۵۱ ټرافیکو دندې وځنډولې، د دوی ډېر وخت تېر شوی و او موږ یې په اړه ځیني معلومات درلودل، موږ ۱۹۱ نور کسان هم چې موټر چلوونکو یې د اخاذیو په اړه ویلي و او موږ په دې اړه استخباراتي معلومات هم درلودل ونیول او د کورني امنیت ادارې ته مو وسپارل چې په اړه‌یې ارزونه او څېړنه وکړي.”

دا کسان وروسته له هغه ونیول شول چې خپله د کورنیو چارو وزیر وویل، پر لویو لارو له موټرو د پيسو اخیستو شکایتونه څېړي.

د دغو اخاذیو په تړاو د لویو موټرو چلوونکو له ۲۰ ورځو راهیسې اعتراض او کاربندیز کړی و چې وړمه ورځ‌یې پای ته ورساوه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...