د کابل ښاروالۍ اعلان کړی چې د بادام باغ د سړک جوړولو کار به (د سرای شمالي له څلور لارې څخه د نادریې لېسې تر څلور لارې پورې) په روان کال کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د درې زره او ۲۸۹متر اوږدوالي او ۲۰ تر ۳۰ متر سورور سړک کار د بشپړېدو په حال کې دی او ډېر ژر به قیر اچونې ته چمتو شي.
د دې اعلامیې پر بنسټ، د بادام باغ د سړک په لومړني او زیربنایي کارونو کې پرمختګ کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د دې سړک د خرابوالي له امله د بادام باغ او شاوخوا سیمو اوسېدونکي له ډېرو ستونزو سره مخ و او تر دې وړاندې د دې سړک جوړولو ته هېڅ پام نه و شوی.